د خیبر پښتونخوا په بونېر کې د ټکر له کبله ۴۰ پولیس ټپيان شوي

په بونېر کې ژغورنکې ډلې او امبولانس د ټپیانو د لېږدولو پر مهال

د خیبر پښتونخوا په بونېر کې د انتخاباتو د خوندیتوب لپاره د روانو پولیسو بس له لارې سره ټکر شوی چې له کبله یې ۴۰ پولیس ټپيان شوي دي.

په بونېر کې د ژغورنې ادارې ویاند نياز محمد د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې دا پېښه نن شوې ده.

هغه زیاته کړه د پولیسو په دې بس کې ۵۰ کسان سپاره وو او له مندڼ سپلم کلي سره نژدې له یوې لارې سره ټکر شوی دی.

نوموړي وویل چې په ټپي شويو ۴۰ پولیسو کې د ۶ روغتيايي حالت ښه نه دی.

د نوموړي په وینا دا پولیس د انتخاباتو پر مهال د دندو ترسره کولو لپاره ډېره اسماعیل خان ته روان وو.

په پاکستان کې راروانه پنج شنبه پارلماني ټاکنې کېږي.