بدخشان کې واورې؛ ۳ تنه یې مړه کړي

له ارشیفه د بدخشان ولایت یو تصویر

طالبان وايي چې د بدخشان ولایت په شهربزګ ولسوالۍ کې د واورې د ښوییدو له کبله ۳ تنه مړه شوي دي.

ملي تلویزیون چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، نن (یکشنبې) پر خپله ایکسپاڼه د بدخشان د امنیه قومندانۍ پر اساس ویلي چې د مړو شویو کسانو جسدونه د سیمې د اوسیدونکو په هڅه له واورو راایستل شوي دي.

په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان د یو شمېر نورو سیمو ترڅنګ په بدخشان کې درنې واورې اورېدلي او له کبله یې د دې ولایت د څو ولسوالیو ترمنځ لارې بندې شوي دي.