پاکستان د ټاکنو په درشل کې؛ بلوچستان کې د جمیعت علمای اسلام پر دفتر بمي برید شوی

سمبولیک تصویر - د پاکستان د ټاکنو چمتووالی

په پاکستان کې د انتخاباتو له رانژدې کېدو سره د امنیتي پېښو په دوام کې نامعلومو وسله والو د بلوچستان ایالت په کلات کې د جمعیت علمای اسلام ګوند پر دفتر بمي برید کړی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، تېر ماښام د جمعیت علمای اسلام ګوند پر انتخاباتي دفتر برید وشو خو په نتیجه کې یې چا ته مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.

له دې جلا د خیبرپښتونخوا په ایبټ اباد کې د تحریک انصاف ګوند یو ځايي مشر په یوه برید کې وژل شوی دی.

دوه ورځې پخوا هم په بلوچستان کې د پیپلز ګوند پر انتخاباتي دفتر بمي برید شوی و.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې عامو انتخاباتو ته څلور ورځې پاتې دي، تراوسه پورې پر انتخاباتي غونډو او کاندیدانو ګڼ شمېر بریدونه شوي دي.