سالنګ لار بیرته پرانيستل شوه

سالنګ - آرشیف

د طالبانو حکومت د ټول‌گټو چارو وزارت وايي، د سالنگ لویه لار چې پرون د واورې اورېدنې له امله تړل شوې، نن سهار بېرته پرانیستل شوه‌.

د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس نن سهار په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، اوس‌مهال په دې لاره یوازې واړه موټر تگ راتگ کولای شي‌.

حق‌شناس زیاتوي، په شمالي سالنگ کې ۵۴ سانټي مټره اورېدلې‌ او په جنوبي سالنگ کې یې بیا اندازه له ۶۴ تر ۱۳۹ سانټي مټرو‌ رسېږي‌.

هغه له موټر چلوونکو غوښتي چې په لاره د سفر پر مهال اړین ژمني وسایل او توکي له ځان سره ولري او ټرافيکي لارښوونو ته هم پام وکړي‌.