"د افغانستان د فډرال غوښتونکو شورا" خپل موجودیت اعلان کړ

د پرځېدلي جمهوري نظام دویم مرستیال سرور دانش چې د یادې شورا له مهمو غړو دی

د افغانستان یو شمېر پخوانیو سیاسیونو او چارواکو "د افغانستان د فډرال غوښتونکو شورا" تر نوم لاندې سیاسي خوځښت اعلان کړ.

په دې شورا کې د جمهوري ریاست د مخکېني دویم مرستیال سرور دانش په ګډون د پارلمان یو شمېر غړي او پخواني چارواکي شامل دي.

دوی تېره شپه په یوه انلاین غونډه کې د افغانستان په اوسني وضعیت اندېښنه وښوده او ویې ویل، د بدلون لپاره به یې سیاسي مبارزه وکړي.

دې شورا ته د خبرو پر مهال سرور دانش له طالبانو غوښتنه وکړه چې فډرالیزم ومني.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې غوښتنې په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو وړاندې یې د دې ډول سیاسي حرکتونو اعلان ته په ځواب کې دوی امتحان ورکړي او ناکام خلک بللي دي.