ترکیه: ۲۴ تنه داعش سره د تړاو په شک نیول شوي

د ترکیې امنیتي ځواکونه

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر پرون شنبه له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د اړیکو په شک د ۳۴ کسانو د نیولو خبر ورکړ.

علي یرلیکایا پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دغه کسان د روانو پراخو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

د هغه په وینا، ټول نیول شوي کسان بهرني وګړي او د نړیوالو پولیسو یا انټرپول تر تعقیب لاندې وو او پولیسو د عملیاتو پر مهال ګڼې بې جوازه تفنګچې هم نیولي دي.

کله چې تېره یکشنبه د استانبول پر یوه کلیسا په حمله کې یو کس ووژل شو، د ترکیې چارواکو د اسلامي دولت ډلې په وړاندې خپل عملیات لا شدید کړل.

د ترکیې چارواکي وايي، پولیسو د هغې پېښې په تړاو ۲۵ مشکوک کسان نیولي چې دوه یې وسله وال وو.