روسیې د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه وکړه

د روسیې بیرغ

روسیې پرون شنبه په سوریه او عراق کې د امریکا د متحدو ایالتونو د هوايي حملو په باب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عاجلې غونډې غوښتنه وکړه.

په ملګرو ملتوو کې د روسیې د دایمي استازي لومړي مرستیال دمیتري پولینسکي پرون په ټولنیزو شبکو کې لیکلي:

«پر سوریې او عراق د امریکا د حملو له کبله سولې او خوندیتوب ته د ورپېښ ګواښ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عاجلې غونډې غوښتنه کوو.»

د امریکا متحدو ایالتونو وړمه شپه په عراق او سوریه کې په لسګونو هغه ساحې بمباري کړې چې ایران پلوه وسله والو یا د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ګارد له لورې کارول کېدې.

دا بریدونه د تېرې اوونۍ د پیل د هغې حملې په ځواب کې وشوې چې په اردن کې پر امریکایي ځواکونو شوې وه او درې امریکایي سرتېري پکې وژل شوي وو.

د متحدو ایالتونو ځواکونو په اوو ځایونو کې تر پنځه اتیا ډېر اهداف په نښه کړل .

ولسشمر جوبایډن په یوه بیان کې څرګنده کړه چې په راتلونکې کې به نورې ورته حملې هم وشي.