غزه؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر سلو زیات ملکیان وژل شوي

د غزې جګړه

د حماس توندلارې ډلې تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون شنبه ویلي، چې په مخکنیو ۲۴ ساعتونو کې د روانې جګړې له کبله لږ تر لږه ۱۰۷ کسان وژل شوي او ۱۶۵ نور کسان ټپیان شوي دي.

دغه وزارت د جمعې په ورځ هم د ۲۴ ساعتونو پر مهال د ۱۱۲ کسانو د وژل کېدو او د ۱۴۸ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

د دغه وزارت په وینا ،د اکتوبر میاشتې له اوومې په غزې تړانګه کې ټولټال ۲۷زره ۲۳۸ فلسطینیان وژل شوي چې ۷۵ فیصده یې ښځې او ماشومان دي او ۶۶زره ۴۵۲ نور ټپیان شوي دي، خو خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید کړي نه دي.

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې لومړی حماس او نورو توندلارو ډلو د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یرغمل کړل.

د اسراییل پر دغو پراخو هوايي او ځمکنیو عملیاتو چې په نتیجه کې یې زیات ملکیان وژل شوي، په نړیواله سطحه انتقادونه شوي دي.