اتنبایووا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته د دوحې غونډې په اړه معلومات ورکړل

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتنبایووا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتنبایووا نن د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د دوحې د را روانې ناستې په اړه خبرې کړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دې ناسته کې اغلې اتنبایووا د دوحې د ناستې په اړه معلومات ورکړل او له طالبانو یې د ګډون غوښتنه وکړه.

متقي په ځواب کې ویلي چې د طالبانو حکومت به د وضاحتونو په رڼا کې د دوحې په ناسته کې د خپل پلاوي د ګډون په اړه پرېکړه کوي.

تمه ده د همدې فبروري په اتلسمه – نولسمه نېټه د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان اړوند یوه ناسته ترسره شي.

په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه نوي استازي په ټاکلو او د افغانستان اړوندو مسلو له هغې ډلې د ښځو او بشري حقونو پر وضعیت بحث کېږي.