واورو د کابل - سالنګ او کابل - دایکندي لارې تړلي

له ارشیفه د سالنګ یو تصویر

د سالنګ لویه لار او د کابل- دایکنډي لاره د درنو واورو له امله بنده شوې ده.

باختر اژانس نن د سالنګ د لارې د بندېدو خبر ورکړ، خو دې اژانس چې طالبان یې اداره کوي، دا نه دې ویلي چې د کابل-دایکندي لاره او د دې ولایت د مرکز نیلي او ولسوالیو لارې له کله راهیسې بندې دي.

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند په وزارت کې د هواپیژندنې ریاست پرون په یوه بیان کې وړاندوېنه کړې وه چې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې به نن واورې او بارانونه وشي.

افغانستان چې له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی، ورښتونو ته یې بزګران خوشاله خو بېوزلان او په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو تازه ستانه شوي کډوال چې سرپناه نه لري، خواشیني دي.