د چمن پرلت خبرداری؛ که پاکستان مو غوښتنې ونه مني د پارلماني ټاکنو مخه نیسو

د چمن پرلت یوه څنډه

په چمن کې د پرلت مشرانو د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی دی چې له افغانستان سره دې د تګ راتګ په وخت د ویزې او پاسپورټ له غوښتنې لاس واخلي کنه د انتخاباتو مخه به ونیسي.

په چمن کې له یوسل او دیارلس ورځو راهیسې پرلت روان دی او دوی له افغانستان سره له قید او شرط پرته د لارې د پرانیستو غوښتنه کوي.

د دې پرلت ویاند صادق خان اڅکزي امریکا غږ ته وویل، که لاره خلاصه نه شي په خپله سیمه کې هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د فبروري په اتمه په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د پاکستان حکومت د دوه زره درویشتم کال د نومبر له پیله افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ چې له دې سره پر بولدک د عادي خلکو د اوښتو رااوښتو مخه ونیول شوه او دې خلکو هلته اعتراضي پرلت پیل کړ.