امریکا په عراق او سوریه کې د ایران پلوه وسله والو لسګونه ځایونه بمبار کړل

یوه امریکایي الوتکه

د امریکا متحدو ایالتونو تېره شپه په عراق او سوریه کې په لسګونو هغه ځایونه بمباري کړې چې ایران پلوه وسله والو یا د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ګارد له لورې کار ترې اخیستل کیده.

دا بریدونه د تېرې اوونۍ د پیل د هغې حملې په ځواب کې وشوې چې په اردن کې پر امریکایي ځواکونو شوی و او درې امریکایي سرتېري پکې وژل شوي وو.

د متحدو ایالتونو ځواکونو په اوو ځایونو کې تر پنځه اتیا ډېر اهداف په نښه کړل .

په دغو ځایونو کې د قوماندې او کنټرول مرکزونه، استخباراتي مرکزونه، د توغندیو او راکټونو مرکزونه، د ډرون الوتکو او مهماتو زېرمې، همداراز نور هغه تاسیسات شامل و چې د سپاه پاسداران او ایران پلوه وسله والو مربوط وو.

ولسشمر جوبایډن په یوه بیان کې څرګنده کړه چې په راتلونکې کې به نورې ورته حملې هم وشي.