د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ په څو ورځني سفر ځي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین

تمه ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین سر له ننه د منځني ختیځ د بحران په تړاو د خبرو لپاره سیمې ته ولاړ شي.

انټوني بلینکین به تر پنجشنبې په سیمه کې وي او په دې موده کې به سعودي عربستان، مصر، قطر، اسراییل او لویدیځې غاړې ته ورشي.

د ښاغلي بلینکین د دې سفر اعلان د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماتیو میلر پرون په واشنګتن کې وکړ.

میلر زیاته کړه چې بلینیکن غواړي چې خپلو دیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړي چې د غزې په جګړه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند یوه موافقه وشي او په غزه کې یرغمل شوي اسراییلیان خوشي شي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس ترهګره ډله بولي.

د غزې د جګړې له پیله چې نژدې څلور میاشتې یې پوره کیږې دا منځني ختیځ ته د انټوني بلینکین پنځم سفر دی.