د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو د دوو تعلیمي فعالانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه

د بښنې نړیوال سازمان لوګو

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې د پوهنې په برخه کې دوه فعالان احمد فهیم عظیمي او صدیق‌الله افغان چې د تېر کال په اکټوبر کې یې نیولي، سمدستي له بنده خوشې کړي.

دې سازمان پرون ناوخته د طالبانو حکومت د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق ته په یوه لیک‌ لیکلي، په دې دوو تنو په درواغو تور پورې شوی چې له افغانستانه یې د نجونو د روباټیک ملي ټیم تېښتې ته یې زمینه برابره کړې او ترڅنګ یې د معترضو نجونو او ښځو د لاریونونو په تنظیم کې مرسته کړې ده.

خو د بښنې نړیوال سازمان وايي، دې دوو فعالانو او د هغوی کورنیو دا تورونه رد کړي دي.

امنسټي انټرنشنل زیاتوي، طالبانو فهیم عظیمي او صدیق‌الله افغان په ډسمبر کې د دوی له قوله، نا عادلانه محاکمه کړل او بیا یې د څرخي پله زندان ته ولېږدول.

دې سازمان دا هم ویلي چې دواړه فعالان شکنجه شوي، ناوړه چلند ورسره شوی،ځورول شوي او جبري اعتراف ورڅخه اخستل شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د فهیم عظیمي او صدیق‌الله افغان نیول د بیان ازادۍ، مدني او سیاسي حقونو پر ضد کړنه بللې او د طالبانو د استخباراتو له رییس یې غوښتي چې د خلکو د اختطاف، خپل‌سري توقیف، شکنجې او نورو ناوړه چلندونو مخه ونیسي.