بایډن په اردن کې د وژل شویو درېیو امریکایي سرتېرو له کورنیو سره غمرازي وکړه

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون د هغو درېیو امریکايي سرتېرو د تابوتونو لیدو ته ورغی چې په اردن کې د ایران ساخت بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي وو.

د دې سرتېرو مړي پرون متحدو ایالتونو ته ولېږدول شول.

درې تنه احتیاطي سرتېري ۴۶ کلن ویلیم جیروم ریورز، ۲۴ کلن کیندي لادون ساندرز او ۲۳ کلنه بیرونا الکسوندریا موفیت تېره اوونۍ په اردن کې د امریکا په یوه پوځي اډه کې د ډرون په یوه برید کې ووژل شول.

بایډن د ډیلاویر ایالت د ډوور په هوايي اډه کې د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې د امریکايي هوايي ځواک، د دې پوځیانو د جسدونو شانداره لېږد بللي دي.