د برېتانیا پولیس د یوه افغان کډوال د نیولو په هڅه کې دي

د برېتانیا پولیس

د برتانیا پولیسو د هغه تورن افغان کډوال د موندلو لپاره هڅې پیل کړي چې یوه ښځه او د هغې دوه لوڼې یې د کیمیاوي موادو په کارولو سره ټپي کړې دي.

د عبدل ایزدي په نوم دا ۳۵ کلن افغان تورن دی چې د چارشنبې په ورځ یې پر دې مېرمن داسې برید وکړ چې ښايي ژوند یې بدل شي.

پولیسو ویلي دي چې د ټپي مېرمنې حالت نازک دی، خو د هغې دوو لوڼو وضعیت ښه دی.

د برېتانیايي رسنیو د راپورونو له مخې، ایزدي یوځل مخکې په ۲۰۱۸ کال کې هم د جنسي تشدد په یوه قضیه کې محکوم شوی و. خو بیاهم د برتانیا حکومت د ده د سیاسي پناه غوښتنه ومنله.

د لندن د ښاري پولیسو قوماندان جان ساویل پرون له خلکو وغوښتل چې د تورن په نیولو کې مرسته وکړي.

ویل کېږي چې د تورن د مخ پر ښي اړخ هم د یوه لوی ټپ نښې ښکاري.

ساویل له تورن څخه هم وغوښتل چې ځان تسلیم کړي.