د هند پولیسو د جاسوسۍ په تور نیولې شوې کوتره خوشې کړه

ارشیف

د هند پولیسو هغه کوتره خوشې کړه چې د جاسوسۍ په تور یې اته میاشتې قفس کې بنده کړې وه.

هندي پولیسو د تېر ۲۰۲۳م کال په مې کې دا کوتره د ممبۍ یوه بندر ته نږدې نیولې وه او په دواړو پښو کې یې کړۍ بندې وې چې ویل کېدل ځینې چینايي شکله کلمات پرې لیکلي وو.

د هند پولیسو د چین د جاسوسۍ په شک دا کوتره په قفس کې بندي کړې وه او اته میاشتې يې د ژویو او مارغانو په یوه درملتون کې ساتله.

له څېړنو وروسته معلومه شوه چې دا کوتره د تایوان د مسابقو وه او له هغه ځایه راتښتېدلې وه.

په هند کې تر دې مخکې هم ځينې کوترې په تېره بیا پاکستان ته د جاسوسۍ په شک نیول شوې دي.

په ۲۰۱۶ کال کې هندي پولیسو یوه کوتره ونیوله چې د هند پولیسو ته د یوه اخطار نوټ یې لېږداوه.