د چمت پرلتوالو د دولتي دفترونو د تړلو ګواښ وکړ

په چمن کې د روان پرلت یوه څنډه

د چمن پرلتوال وايي، که پر افغان تذکرې او پاکستاني شناخت کارډ د تګ راتګ اجازه ورنه کړل شي دولتي دفترونه به وتړي.

د پرلت مشر غوث الله د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل که پاکستانی دولت یې غوښتنې ونه مني د احتجاجونو په بل پړاو کې به د دولتي دفترونو مخ ته کانټینرونه ږدي او مخه به یې بندوي.

د چمن د سوداګرو اتحادیې مشر او د پرلت ویاند صادق اڅکزی هم وايي چې د چمن - سپین بولدک ترمینځ د لارې له تړلو سره نه یوازې پرلتوال بلکې د چمن ټول خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له ۲۱مې راهیسې د روان پرلت زیاتره ګډونوال هغه کارګران 'لغړیان' دي چې پر هغه پوله به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي.