امریکا: په اردن کې د برید لپاره استعمال شوې الوتکه د ایران‌ له‌خوا جوړه شوې

په ایران کې جوړه شوې بې پیلوټه الوتکه

د امریکا د متحدو ایالتونو یوه ارزونه ښيي، هغه بې پېلوټه الوتکه چې تېره یکشنبه یې په اردن کې د امریکايي پوځیانو پر یوه پوځي اډه د حملې له کبله درې امریکايي پوځیان ووژل او تر ۴۰ زیات نور ټپیان کړل د ایران له خوا جوړه شوې وه.

څلورو امریکايي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته دا خبره کړې ده.

واشنګټن په لومړیو کې په هغه پېښه کې ایران پلوه ملېشې دخیلې بللې وې او د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې یې د سخت ځوابي اقدام ژمنه وکړه.

خو دا یې په ښکاره ونه ویل، هغه وسله چې امریکايي پوځیان یې ووژل له کومه شوې وه.

دغو امریکايي چارواکو چې له رویټرز اژانس سره د نوم نه ښوولو په شرط خبرې کړي، د بې پېلوټه الوتکې ماډل وړاندې نه کړ، خو یې ویل چې د دوی ارزونې لا هم روانې دي.