په بدخشان کې د شدیدې واورې د ورېدو له کبله څو لارې بندې شوي

ارشیف: د افغانستان شمال کې د واورې ورېدو له کبله د خلکو تګ راتګ ستونزمن شوی دی.

په بدخشان ولایت کې د شدیدې واورې د اورېدو او برف کوچ له کبله د څو ولسوالیو ترمنځ لارې بندې شوي دي.

په بدخشان ولایت کې طالب چارواکو پرون رسنیو ته وویل چې د برف کوچ له کبله لږترلږه ۲۰۰ ونې چپه شوي او د شغنان او دروازونو د ولسوالیو ترمنځ لارې بندې شوي دي.

د بدخشان په شان د افغانستان په غرنیو ولایتونو کې عموماً د واورو له ورېدو وروسته برف کوچونه راځي او لارې بندېږي.

د سالنګ لاره، چې د زیاتې واورې د اورېدو له کبله وړمه ورځ بنده شوې وه، پرون سهار بېرته پرانیستل شوه.