سیګار: پاکستان د امریکا د تګ په تمه افغانان له خپلې خاورې ایستلي

پاکستاني پولیس د یوه افغان کډوال د کور د پلټلو پر مهال

د امریکا د حکومت په هغه راپور کې چې پرون پنجشنبې خپور شو، ویل شوي چې پاکستان په تېرو څلورو میاشتو کې یو شمېر هغه افغانان افغانستان ته بېرته استولي چې ټاکل شوې وه امریکا ته ولېږدول شي.

د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، سیګار په دې اړه د خپل راپور په نتیجه کې څرګنده کړې چې ګڼ شمېر داسې افغانان، چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی و او ټاکل شوې وه چې امریکا ته وغوښتل شي، په تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

راپور وايي، د دې لپاره چې امریکا په افغانستان کې دیپلوماتیک حضور نه لري، نو د هغو افغانانو د انتقال پروسه له افغانستانه پرمخ نه شي وړلی چې باید امریکا ته ولېږدول شي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې افغانستان ته په بېرته لېږل شویو افغانانو کې داسي کسان هم شته چې په افغانستان کې یې ژوند له جدي خطر سره مخامخ دی.