چارواکي: امریکا په سوریه او عراق کې د ایران پر هدفونو بریدونه کوي

ارشیف: په عراق کې د امریکايي ځواکونو د یوه برید انځور

امریکايي چارواکي وايي، د امریکا متحدوایالتونو پرېکړه وکړه په سوریه او عراق کې د ایران پر هدفونو یو لړ بریدونه وکړي.

د 'سي بي ایس' د راپور له مخې، امریکايي چارواکي وايي، دا بریدونه به په راتلونکو څو ورځو کې وشي.

دا پرېکړه وروسته له دې شوې چې د یکشنبې په ورځ په اردن کې د سوریې پولې ته څېرمه د بې پېلوټه الوتکې په برید کې درې امریکايی پوځیان ووژل شول.

امریکا یوه ایران پلوه ډله په دې برید کې په لاس لرلو تورنه کړه.

ایران په دې حمله کې لاس لرل رد کړي او د بهرنیو چارو وزارت یې دا تورونه بې بنسټه بللي.

د دې وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل چې په سیمه کې د مقاومت ډلې له تهران څخه اوامر نه ترلاسه کوي.

ایراني چارواکي د تهران نیابتي ډلې د مقاومت د ډلو په نوم یادوي.