د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له پاکستانه په جبري ډول د افغانانو د ایستلو پنځه میاشتې پوره شوې چې په دې موده کې تر پنځه سوو زرو ډېرو افغانان دغه هېواد ته ایستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې نن په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دغه افغانان په داسې حال کې افغانستان ته ایستل شوي چې پیسې او د کور وسایل ورسره نه وي او زیات یې اړ دي د خپلې بقا لپاره شدیده مقابله وکړي.
له پاکستانه د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغانانو ډله ییز اخراج پیل شوی چې لا هم روان دی.