د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره: ښايي خپلې چارې ودرو

په غزه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه کاروان یو انځور

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې نن پنجشنبه ویلي، چې د نړیوالو مالي مرستو بندېدل ښايي د دې سبب شي چې دوی په ټوله سیمه کې خپلې چارې د فبروري میاشتې تر پایه ودروي.

د 'یو‌این‌آرډبلیو‌اې' په نوم د دې ادارې ګڼو لویو تمویلوونکو وروسته له هغې د دې ادارې د تمویل د بندولو اعلان وکړ چې لومړی اسرائیل ادعا وکړه چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د دې ادارې ۱۲ کارکوونکو د اکټوبر پر اوومه پر اسراییل د حماس ډلې په حمله کې برخه اخیستې وه.

د دې ادارې مشر فلیپ لزاریني ویلي چې که دغه تمویل وځنډول شي، د دې ادارې فعالیتونه به نه یوازې په غزه، بلکې په ټوله سیمه کې ودرول شي.

پر اسراییل د اکتوبر د اوومې حمله د دې سبب شوه چې اسرائیل په غزې تړانګه کې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي چې لا هم دوام لري.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن ویلي چې تر اوسه په دغو عملیاتو کې تر ۲۷زرو ډېر کسان وژل شوي او تر ۶۶زرو ډېر نور ټپیان شوي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.