روسۍ محکمې د ازادي راډیو د یوې خبریالې د توقیف موده وغځوله

السو کورماشییوا

د روسیې په کازان ښار کې یوې محکمې د ازادي راډیو د تاتارباشکیر د څانګې د خبریالې السو کورماشییوا د توقیف موده وغځوله.

نوموړې چې د اکټوبر له اتلسمې راهیسې د روسیې په توقیف کې ده، د توقیف موده یې دوه میاشتې نوره د اپرېل تر پنځمې نېټې پورې وغځول شوه.

د هغې د محاکمې جریان نن د کازان د سوویتسکي د سیمې په محکمه کې د تړلو دروازو تر شاه ترسره شو.

د رسنیو غړیو ته یوازې هغه وخت اجازه ورکړل چې کله محکمې خپله فیصله اعلانوله او بل هیچاته د ننوتو اجازه نه وه ورکړل شوې.

په محکمه کې د اتریش، چک جمهوریت او هالنډ د سفارتونو استازي حاضر و.

د مېرمن کورماشییوا مدافع وکیل غوښتنه کړې وه چې د هغې توقیف دې په کور کې نظربندي ته واړول شي، خو محکمې هغه ونه مانه.

د ازادې اروپا /ازادي راډیو عمومي رییس سټیفن کاپس په یوه بیان کې دغه پرېکړه د امریکایۍ خبریالې السو کورشییوا او د هغې کورنۍ ته زړه ماتونکې بللې او ویلي یې دوی د دې مستحق دي چې سره یوځای وي.

هغه زیاته کړې دا روښانه ده چې السو چې دا څلورمه میاشت ده چې د روسیې په یوه زندان کې ساتل کېږي، په غلطه نیول شوې او هغه هم په دې خاطر چې امریکایۍ او خبریاله ده او په زړورتیا خپله دنده ترسره کوي.

د کاپس په وینا دا هغه دوه مسئلې دي چې مسکو یې زغملی نه‌شي.

کورماشیوا چې د متحده ایالاتو او روسیې دوه ګونی تابعیت لري، د اکټوبر له اتلسمې راهیسې د روسیې د بهرني اجنټ په نوم له قانون څخه د سرغړونې په تور په روسیه کې بندي ده.