اروپایي ټولنې له اوکراین سره د ۵۰ میلیارد ایرو پر مرستې موافقه وکړه

په بجلیم کې د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر

د اروپایي ټولنې مشرانو په یوه خوله له اوکراین سره د پنځوس میلیارد ایرو پر مرستې موافقه وکړه.

دا وروسته له هغې چې د دې ټولنې غړي هنګري په دې اړه د څواونیو له مخالفته لاس واخیست.

د اروپایي کمېسیون مشرچارلز مېشل په بروکسل کې په سرمشریزه کې د دغې موافقې له ترلاسه کېدو وروسته په خپله ایکس پاڼه یاپخواني ټویټر لیکلي: "موږ یوه موافقه لرو چې د اوکراین لپاره ثابت، اوږدمهاله، د وړاندوینې وړ تمویل تضمینوي. اروپایي ټولنه د اوکراین د ملاتړ په برخه کې رهبري او مسوولیت اخلي."

اوکراین په لوېدیځ کې له دغې جګړې د سیاسي ملاتړ د کمېدو د نښو په ترڅ کې مالي او پوځي مرستو ته سخته اړتیا لري.

پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل نژدې دوه کاله په پوره کېدو دي.

د اوکراین ولسمشرولادمیر زیلینسکي په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې د اروپایي ټولنې د مشرانو دغه پرېکړه ډېره مهمه وبلله او ویې ویل چې د دې ټولنې د ټولو ۲۷ غړیو د مشرانو له خوا شوې دا پرېکړه یوځل بیا د دې ټولنې ټینګ یووالی ثابتوي.