د فوټبال د نړۍ د دوه مخکښو ستورو کریسټیانو رونالډو او لېونل میسي کلبونه یو وار بیا په یوه دوستانه سیالۍ کې سره مخ کېږي.
ټاکل شوې ده چې د سعودي عربستان د النصر او د امریکا د انټرمیامي فوټبال کلبونه دوستانه سیالي ولوبوي.
دغه سیالي به نن د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې ترسره شي.
په ورستیو خبرونو کې ویل شوي چې ښايي رونالډو د پښې د ټپ له امله په دې سیالۍ کې ونه شي لوبېدلی.