د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله اماراتو ته ولاړه

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله

د افغانستان د تکواندو فدراسیون د خبر پر اساس، ټاکل شوې چې د تکواندو لوبې ۹ افغان لوبغاړي په ازادو نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

یادې لوبې به په عربي متحده اماراتو کې د راتلونکې یکشنبې په ورځ د فبرورۍ ۴مه پيل شي.

یادې سیالۍ به د ۱۸۶۰ لوبغاړو په ګډون د وزن په بېلابېلو ګټګوریو کې ترسره شي او ۴ ورځې به دوام وکړي.

په دې سیالیو کې یوازې د افغانستان د تکواندو نارینه لوبغاړي ګډون لري.

د افغانستان له لوري به په اول وزن کې رامین امیني، په دوهم وزن کې محسن رضايي، په درېيم وزن کې بېژن صدرزاده، په څلورم وزن کې حکمت الله زین او حسین لطفي، په پنځم وزن کې امید سهاک، په شپږم وزن کې رامش حسیني، په اووم وزن کې محمد اشرف شکران او په اتم وزن کې علي اکبر امیري سیالۍ وکړي.

باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم په یادو سیالیو کې د افغانستان د تکواندو لوبغاړو ګډون کړی دی، خو لا یې د سرو زرو مډال نه دی ګټلی.