د حماس مشر په غزه کې د احتمالي اوربند په اړه خبرې کوي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

تمه کېږي چې د حماس مشربه نن د مصر په پلازمېنه قاهره کې په غزه کې د جګړې د احتمالي اوربند په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې چې اسراییل پر دې کلابنده شوې سیمه کې یرغلیز بریدونوته زور ورکړی دی.

یوې سرچینې فرانس‌ پرېس خبري آژانس ته ویلي، وروسته له هغې چې په غزه کې د یوه نوي اوربند لپاره د نړیوالو هڅو په ترڅ کې مرکچیان په پاریس کې سره جرګه شول، حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، له اسراییل سره د روانې جګړې په ترڅ کې د شپږ اوونیو په مخه په وړاندیز شوي اوربند غور کوي.

په غزه کې هم د جګړې د سړېدو یا د هوایي حملو د کمېدو څرک نه لګېږي.

په غزه کې جګړه اوس د دې سیمې پر جنوبي مهم ښار خان‌یونس متمرکزه ده.

اسراییل وایي د حماس مخکښ مشران په دې سیمه کې پټ دي.