د سالنګ لویه لاره چې د واورې او توپان له امله تړل شوې وه، نن بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د سالنګونو لویه لاره چې له پرون ماښام پنځه نیمو بجو وروسته د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، نن سهار ۶ بجې د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې د پرسونل لهخوا د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
د ټولګټو وزارت له ټولو مسافرو او موټرچلونکو غوښتنه کړې چې د خپل خوندیتوب لپاره دې له دې لارې د تېرېدو په مهال ژمني وسایل او تجهیزات ولري، د مسوولانو لارښودنو ته دې جدي پاملرنه وکړي او له احتیاطه دې کار واخلي.
د کابل او شمالي او شمال ختیځو ولایتونو دغه لاره اکثره وختونه په ژمي کې د وارې ورېدو او واورې ښویېدو له کبله د موټرو پر مخ بندېږي.