د ایران فوټبال ملي لوبډلې د اسیا د اتو غوره لوبډلو نوملړ ته لاره پيدا کړه

د ایران د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي

د ایران د فوټبال ملي لوبډلې تېره شپه د سوریې ټیم ته ماتې ورکړه او د اسیا د اتو غوره لوبډلو نوملړ ته یې لاره پيدا کړه.

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون وایي چې دغه سیالي د قطر د پلازمېنې دوحې د عبدالله بن خلیفه په لوبغالي کې ترسره شوه.

د ایران لوبډله وتوانېده چې په پنالټي ضربو سره پنځه د درې ګولونو په وړاندې سوریې ته ماتې ورکړي.

د لوبو په راتلونکي پړاو کې د جمعې په ماسپښین پیلېږي، د تاجکستان او اردون لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي او دغه راز استرالیا له جنوبي کوریا، ایران له جاپان او قطر له ازبکستان سره سیالي کوي.