په غزه کې د ملکیانو او حماس ډلې د غړو د وژلو خبره شوې

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

په غزې تړانګه کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د ملکیانو او د حماس سخت دریځې ډلې د غړو د وژلو خبره شوې ده.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس په وینا د اسراییل پوځ پرون ویلي چې غزه کې یې د حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي ۱۵ غړي وژلي دي.

اژانس د غزې د عامې روغتیا وزارت په حواله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۵۰ ملکي فلسطینیانو د وژلو او ۳۱۳ د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

له دې سره د اسراییلي ځواکونو په جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۶ زره او ۹۰۰ ته ورسېد.

د مرګ‌ژوبلې دغه شمېرې یوازې د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې دی خپروي او خپلواکې سرچینې په دې اړه څه نه وایي.

د جګړې دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې فرانس پریس اژانس ویلي، غزه کې د شپږو اوونیو اوربند په مخه د ښکېلو ډلو غړي په قاهره کې په خبرو بوخت دي.