د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وایي، په ۲۰۲۳م کال یې د افغانستان د وګړو له هرو څلورو څخه یوه ته اساسي مرستې برابرې کړي دي.
د افغانستان لپاره د دې ادارې څانګې پرون چهارشنبې په ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د مرستو رسولو په پروګرامونو کې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د صندوق په شمول، تمویلونکو مهم رول لوبولی دی.
له دې سره په یوه وخت د خوړو نړیوال پروګرام یوځل بیا ټینګار کړی چې راتلونکې شپږ میاشتې په افغانستان کې اړو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره ۷۶۰ میلیون ډالرو فوري مرستې اړتیا لري.
دې پروګرام د تېر کال په سپټمبر میاشت کې ویلي وو چې په بودیجه کې د سخت کمي او د مرستو د کمېدو له امله اړ شوی چې په افغانستان کې پر لس میلیون کسانو خپلې مرستې بندې کړي.