ګبریسیوس: په فلسطین کې د ملګرو ملتونو ادارې سره د مرستو کمېدل به ناوړه پایلې ولري

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډرویس ادهانوم ګبریسیوس

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر خبرداری ورکړی چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له ادارې سره د مالي مرستو کمېدا به ناوړه پایلې ولري.

پر دغې ادارې تور پورې شوی چې پر اسراییل د حماس له‌خوا د اکټوبر د اوومې په برید کې یې یو شمېرغړیو مرسته کړې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډرویس ادهانوم ګبریسیوس پرون چهارشنبې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، بله هېڅ اداره د دې وړتیا نه لري چې په غزه کې له دوه میلیونه زیاتو کسانو ته فوري مرستې ورسوي.

هغه غوښتنه وکړه چې هېوادونه دې پر خپلې پرېکړې غور وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو، بریتانیا او کاناډا په ګډون یو شمېراروپایي هېوادونو وروسته له هغې له دې ډلې سره خپلې مالي مرستې وځنډولې چې د هغې یو شمېر کارکونکي یې پر اسراییل په حمله کې له حماس سره په لاس لرلو تورن کړل.

د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله پېژني.