یو ایرانی د خپل زوی د وژلو په تور توقیف شوی

د ایران د یوه زندان څنډه

یو ایرانی چې د خپل ځوان زوی پر وژلو تورن و، توقیف شوی دی.

د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې دغه سړي، خپل ۱۷ کلن ځوی په دې خاطر وژلی و چې د ښځینه‌وو په څېر یې سینګار او چلند کاوه.

د پاخه عمرلرونکي دغه سړي په خپله پولیسو سره اړیکه ټینګه کړې او د خپل زوی په وژلو یې اعتراف کړی دی.

هغه ویلي چې ګواکې په تبریز ښار کې د خپل زوی کړو وړو دی ډېر سپک کړی و.

د وژل شوي ځوان نوم پارسا ښودل شوی او پلار یې ادعا کړې چې لومړی یې غوښتل خپله ځان ووژني، خو وروسته یې د زوی د وژلو پرېکړه وکړه.

د فردا راډیو د راپور له مخې په ایران کې جنسي اقلیت له پراخ تبعیض سره مخامخ دي او ایراني چارواکي، هغوی ته ناوړه نومونه لکه ناروغان او نور کاروي.