کرکټ؛ افغانستان امریکا ته ماتې ورکړه

تر ۱۹ کلونو کم عمره افغان لوبډلې لوبغاړي

تر نولس کلونو د کم عمره ځوانانو په نړیوال جام کې افغان لوبډلې د امریکا متحده ایالاتو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

یاده سیالي نن د جنورۍ په ۳۱مه د سویلي افریقا په بینوني ښار کې ترسره شوه چې افغانستان د ۳ وېکټو په توپیر وګټله.

د یادې سیالۍ پچه افغان لوبډلې ګټلې وه او د توپ اچونې پرېکړه یې کړې وه.

د امریکا لوبډلې د ټولو لوبغاړو سوځېدو پر سر د ۱۴۹ منډو هدف ټاکلی و.

یاد هدف افغانستان د لوبې په وروستي اور کې د ۷ لوبغاړو پر سوځېدو پوره کړ او په دې سره یې په روان نړیوال جام کې لومړۍ لوبه وګټله.

رحیم الله زرمتي چې ۳۷ ناسوځېدلې منډې یې کړې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د ویلو ده چې یاده سیالۍ د ۱۶م مقام ترلاسه کولو په موخه ترسره شوه.