بلوچستان کې د تحریک انصاف ګوند په لاریون چاودنه؛ څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي

د پاکستان په عمومي نقشه کې د بلوچستان موقعیت

د بلوچستان په سوۍ کې د پولیسو یوه افسر د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند په لاریون په پرونۍ چاودنه کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

په سیوۍ کې د پولیسو مرستیال عنایت بنګلزي زیاته کړه چې داسې ښکارې چې دا یو موټرسایکل بم و او د پېښې تحقیقات روان دي.

په پاکستان کې د فبروري په اتمه انتخابات دي او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پرون د هېواد د مهمو اسنادو د افشا کېدو په تور په لس کاله بند او نن له خپل مېرمنې بشرا خان سره د اداري فساد په تور په څوارلس کاله بند محکوم شو.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند وايي چې د محکمې د حکم په اساس پخوانی صدراعظم د راتلونکو لسو کلونو لپاره په دولتي څوکیو له کار کولو هم بې برخې شوی دی.