د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې وسله‌والو یو خپلواک نوماند وژلی

ریحان زیب خان نن چهارشنبه په باجوړ کې د نامعلومه کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.

د پاکستان د پارلماني ټاکنو یو خپلواک نوماند ریحان زیب خان نن چهارشنبه په باجوړ کې د نامعلومه کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.

رویټرز خبري اژانس د پولیسو په حواله ویلي چې په ډزو کې د ریحان زیب څو همکاران ټپیان شوي هم دي.

د پارلماني ټاکنو دغه نوماند پخوا تر دې ویلي وو چې د پخواني صدر اعظم عمران خان د تحریک انصاف ګوند یې ملاتړی دی.

د تحریک انصاف ګوند ایالتي مشر هاتف خان ویلي چې ریحان زیب خان د دوی د ګوند یو غړی دی، خو زیاته کړې ده چې ګوند یې پارلمان ته یو بل نوماند لري.

د پاکستان پارلماني ټاکنې راتلونکې اوونۍ یا د فبرورۍ اتمې نېټې ته پلان شوي دي.