د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د چین او طالبانو ترمنځ اوسنۍ اړیکې به د طالبانو د رسمیت پېژندنې په برخه کې د متحدو ایالتونو تګلاره بدله نه کړي.
د دغه وزارت ویاند متیو مېلر دغه خبره د چین د ولسمشر شی جین پینګ له خوا د طالبانو د سفیر د باور لیک منلو په غبرګون کې کړې ده.
د چین ولسمشر پرون سه شنبه د طالبانو د حکومت د سفیر اسدالله بلال کریمي باور لیک ومانه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دغه وزارت د ویاند متیو مېلر په حواله وړاندې راغلي چې متحد ایالتونه به وروسته له هغه چې د چین له رسمي دریځه خبر شي، په دې اړه خپل نظر شریک کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د چین حکومت باید دا سپیناوی وکړي چې له طالبانو سره یې اړیکې څه ډول دي او ایا دوی طالبان په رسمیت پېژني او که نه.
د طالبانو حکومت له تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.