ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د عدالت نړیواله محکمه نن چهارشنبه د روسیې د حکومت په وړاندې د اوکراین پر دوسیې غونډه جوړه کړي.
اوکراین په دغې دوسیه کې د روسیې حکومت په " ترهګرۍ" " د ترهګرۍ په تمویل" او " توکم پالنې" تورن کړی دی.
د روسیې د حکومت په وړاندې د اوکراین دغه دوسیه وروسته تر هغه پرانیستل شوه چې روسیې ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیا ټاپوزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه.
د روسیې حکومت د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوه اوکرایني بیلتونپالو په ملاتړ هم تور دی.
معلومه نه ده چې د ملګرو ملتونو محکمه به د دغو تورنو په تړاو څه ډول پریکړه وکړي.
روسیې پر اوکراین د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه یرغل پیل کړی چې لا هم دوام لري او همدا نن هم روسیې پر اوکراین شل بې پيلوټه الوتکې توغولي چې د اوکرایني چارواکو په وینا ۱۴ یې دوی ویشتلي او غورځولي دي.