عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول

عمران خان او مېرمنه یې

د پاکستان یوې محکمې نن د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشرا خان د فساد په تور هر یوه په ۱۴ کاله بند محکوم کړل.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د فبروري د اتمې انتخابات په درشل کې دي د عمران خان تحریک انصاف ګوند وايي چې د محکمې د حکم په اساس پخوانی صدراعظم د راتلونکو لسو کلونو لپاره په دولتي څوکیو له کار کولو هم بې برخې شوی دی.

دې ګوند همداراز ویلي دي چې د محکمې له حکم لنډې شېبې وروسته بشرا خان چې په بشرا بي بي مشهوره ده هم ونیوله.

عمران خان پرون د دولتي محرمو اسنادو د افشا کولو په جلا قضیه کې د یوې ځانګړې محکمې له خوا په لس کاله بند محکوم شو.

عمران خان او مېرمن یې تورن دي چې د ده د واکمنۍ پرمهال یې دولتي سوغاتونه ساتلي او پلورلي دي.