مونتي نګرو هغه کرد د اسنادو په جعل نیولی چې ترکیې ته یې نه سپاره

تصویر سمبولیکه بڼه لري

مونتي نګرو د ترکیې هغه کرد وګړی د اسنادو د جعل په تور نیولی چې یوه اوونۍ مخکې یې ترکیې ته د هغه له سپارلو ډډه وکړه.

د مونتي نګرو چارواکي وايي چې بینالي کمګوز یې په جعلي اسنادو د یوې کمپنۍ د ثبت په تور نیولی دی.

ترکیې د شیعه مذهب لرونکی کمګوز چې له نامه لاندې فلج دی، د یوه جنایتکار بانډ د جوړولو په ګډون په جنایي جرمونو او د قتل لپاره په اقدام تورن کړی دی.

د مونتي نګرو پولیسو نوموړی په تېره جولای میاشت کې هم د نړیوال پولیس یا انټرپول د حکم په اساس نیولی و.

بینالي کمګوز په مونتي نګرو کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې خو چارواکو تراوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.