د فرانسې ولسمشر له اوکراین سره د اروپایي ټولنې د مرستو زیاتېدو غوښتنه وکړه

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون له اروپايي مشرانو غوښتي دي چې اوکراین ته په داسې حال چې روسیه یې پر خاوره راکټي حملو ته دوام ورکوي، مرستې زیاتې کړي.

ښاغلي مکرون پرون سویډن ته د سفر پرمهال په یوه وینا کې وویل، په راروانو میاشتو کې به د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه له اوکراین سره د مرستو کچه لوړه کړي.

هغه زیاته کړه چې په اوکراین کې د روسیې د بریا بیه به د ټولو لپاره ډېره لوړه وي.

ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې مشران سبا د فبروري په لومړۍ نېټه په بروکسل کې د اروپايي شورا په غونډه کې سره راټول شي.

په دې غونډه کې به داسې مهال چې پر اوکراین د روسیې د یرغل کلیزه رانژدې کېږي له کییف سره د مرستو په اړه بحث وشي.