افغانستان بانک ۱۷ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مرکزي ودانۍ

د افغانستان بانک چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، وايي چې نن (د جنورۍ په ۳۱مه) به ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

افغانستان بانک له بانکونو او صرافیو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوېدلی دی.

په داسې حال کې چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د افغانستان په بازارونو کې يو امريکايي ډالر په ٧٠ افغانۍ تبادله کېده، پرون يو امريکايي ډالر په ٧٦ افغانۍ بدلېده.