د طالبانو د حکومت ویاند په افغانستان کې د فساد زیاتیدو راپور رد کړ

د فساد خلاف د مبارزې یو سمبولیک تصویر

د طالبانو حکومت د روڼتیا د نړیوال سازمان د تازه راپور پر وړاندې د خپل دریځ دفاع کړې او د افغانستان لپاره یې په دې راپور کې ۱۶۲م ځای ښه بللی دی.

دې سازمان په خپل تازه راپور کې چې نن (د سلواغې لسمه) خپور شو ویلي دي چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان د ۲۰۲۲م کال پرتله په تېر ۲۰۲۳ کال کې د فساد پروړاندې په مبارزه کې ښه نه و.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي دي چې افغانستان له فساد څخه پاک هېواد دی.

د ښاغلي مجاهد په وینا، د روڼتیا د سازمان په تازه درجه بندۍ کې د ۴ درجې ټیټوالي معنا دا نه ده چې په افغانستان کې فساد زیات شوی؛ بلکې ښايي د نورو هېوادونو د روڼتیا حد لوړ شوی وي.

د روڼتیا د نړیوال سازمان په راپور کې افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د ۱۸۰ هېوادونو ترمنځ د فساد پرضد د مبارزې له پلوه ۱۶۲م ځای خپل کړی په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کې په ۱۵۰ ځای کې و.

په ۲۰۲۱ کال کې چې په ډېره برخه کې یې پرځېدلی جمهوري نظام واکمن و، افغانستان د روڼتیا د نړیوال سازمان په اندیکس کې په ۱۷۴م او یوکال مخکې له هغه په ۲۰۲۰ کال کې په ۱۶۵ ځای کې و.