د اروپایي ټولنې پرېکړه؛ د روسیې د مرکزي بانک د شتمنۍ کنګل شوې ګټه نه ورکوو

د اروپایي ټولنې بیرغ

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو پرېکړه کړې چې هغه طرح به تصویبوي چې له مخې یې د روسیې د مرکزي بانک له کنګل شویو سلګونه میلیارد ډالره شتمنیو څخه ترلاسه شوې ګټه وساتي.

د اروپايي ټولنې یوه چارواکي چې نه غواړي نوم یې افشا شي، ویلي چې اروپایي ټولنه به له دې پیسو د ترلاسه شوې د پام وړ ګټې راټولولو ته اجازه ورکړي څو له هغې څخه د اوکراین په بیارغونه کې کار واخیستل شي.

د روسیې د مرکزي بانک دا شتمني وروسته له هغه کنګل شوه چې دې هېواد پر اوکراین یرغل وکړ. نننۍ موافقه چې د ازموینې په پړاو کې ده او تصویب ته اړتیا لري د هغه پلان د تطبیق لپاره یو مخ پر وړاندې ګام بلل کېږي چې له مخې به یې د روسیې د مرکزي بانک ۲۰۰ میلیارد یورو پانګه د اوکراین د جګړې د ورانیو د رغونې پر چارو ولګول شي.