تخار کې د طالبانو پر رینجر چاودنه شوې

د افغانستان په نقشه کې تخار ولایت

د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د نننۍ چاودنې مسوولیت د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د حکومت مخالفې ډلې ومنله.

دا ډله ادعا کوي چې دا برید یې د طالبانو پر یوه پوځي موټر کړی او په نتیجه کې یې یو طالب وسله وال وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع تایید کړې چې په تالقان ښار کې په یوه رینجر موټر کې د مقناطیسي ماین چاودنه شوې، خو ښاغلي قانع ویلي چې دا پېښه تلفات نه لري.

دا حمله داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت وايي ټول وسله وال مخالفین یې ځپلي او په ټول هېواد کې یې بشپړ امنیت ټینګ کړی دی.