اوکراین: د روسیې ۱۵ بې پيلوټه الوتکې مو وویشتې

یوه روسۍ بې پيلوټه الوتکه

د اوکراین پوځ اعلان کړی چې نن سهار وختي یې د روسیې د ۳۵ بې پيلوټه الوتکو له ډلې ۱۵ ویشتلي او را غورځولې دي.

د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک په یوه بیان کې ویلي دي چې د روسیې ډرونونو میکولایف، کیرو ووهراد، دنیپرو پیتروفسک، پولتاوا او خارکییف سیمې په نښه کړې.

پوځ ویلي دي چې په دې حملو کې درې ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

په عین حال کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې هوايي ځواکونو یې د اوکراین د اشغال شوې کریمیا ټاپو وزمې پر سر د اوکراین یو ډرون کشف او شنډ کړی دی.