امریکا په اردن کې د خپلو وژل شویو ۳ سرتېرو نومونه اعلان کړل

په اردن کې وژل شوي امریکایي سرتېري

متحدوایالاتو د خپلو هغو دریو سرتېرو نومونه اعلان کړل چې په اردن کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي او واشنګټن یې پړه پر ایران پلوه وسله والو اچولې.

د امریکا دفاع وزارت وایي، په دې پوځیانو کې ترټولو ځوانه ۲۳ کلنه بریونا الکساندریا موفیټ وه. ۲۴ کلن کینیدي لاډون ساندرز او ۴۶ کلن ویلیام جیروم ریورز د دوو نورو سرتېرو نومونه وو.

امریکا ژمنه کړې چې د دې حملې غچ به اخلي.

پنټاګون ویلي چې په دې برید کې د تهران پلوې کتایب حزب الله ډلې د لاس لرلو نښې ښکاري.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اوسټین پرون د ولسمشر جوبایډن هغه ژمنه تکرار کړه چې وايي، د دې بې پیلوټه الوتکې د برید له تنظیموونکو سره به حساب کتاب وکړي.

ایران په دې حمله کې لاس لرل رد کړي دي او د بهرنیوچارو وزارت یې دا تورونه بې بنسټه بللي.