د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف وایي، روان میلادي کال په پام کې لري چې په افغانستان کې په سلګونو زره ماشومانو او د ټولنو غړیو ته د چاودېدونکو وسلو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکړي.
د یونیسف د افغانستان څانګې نن په خپله ایکس پاڼه یاپخواني ټویټر کې افغانستان په نړۍ کې هغه هېواد بللی چې ترټولو ډیرې وسلې پکې دي.
یونیسف ویلي، روان ۲۰۲۴ کال به درې میلیونه او۶ لکه ماشومانو او د ټولنو غړیو ته د چاودېدونکو وسیلو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکړي ترڅو په دې پوه شي چې په څه ډول کولای شي له جګړو پاتې د چاودېدونکو وسیلو له مرګ ژوبلې ځان وژغوري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د لړم یا عقرب میاشتې په وروستیو کې په یوه راپورکې ویلي وو چې د افغانستان د ۴۰۱ ولسوالیو دوه په درېیمه کې ناچاودېدلي توکي او ماینونه شته او هره میاشت ۶۰ تنه چې ډېر یې ماشومان دي، د دې توکو او ماینونو له امله وژل کېږي یا هم معلولېږي.